د سرپل سنچارک کې نامعلومو وسله‎والو ۵ ملکیان په ډزو وژلي

د سرپل ولایت په سنچارک ولسوالۍ کې نامعلومو وسله‎والو ۵ ملکیان په ډزو وژلي دي.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني ازادي راډیو ته وویل، دا پېښه تېره شپه د تغاي په کلي کې په یوه مهمانخانه کې شوې او دوه تنه په کې ټپيان شوي هم دي.

تراوسه د دې پېښې علت نه دی په ډاګه شوي، خو چارواکي وايي په اړه یې پلټنې کوي.

د یو بل خبر له مخې د کندهارپه میوند ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې د یوې مېرمنې په ګډون څلور ملکیان ټپيان شوي دي.

د میوند ولسوالۍ امنیه قومندان ویلي، دا پېښه نن لس نیمې بجې بېبانک سیمه کې رامنځ‎ته شوې ده.

تراوسه د دواړو پېښو مسؤلیت چا نه دی منلی.