پاکستان د خپلې استخباراتي ادارې يا "ISI" لپاره نوى مشر ټاکلى دى.
د پاکستان پوځ پرون په يوه اعلاميه کې وويل چې ډګر جنرال نويد مختار د اى، اېس، اى د مشر په توګه ټاکل شوى دى.
تر دې مخکې د دې ادارې مشر ډګر جنرال رضوان اختر و.
نويد مختار په تېرو دوو کلونو کې په کراچۍ کې پوځي قوماندان و او تر هغه مخکې يې د اى، ايس، اى د ټروريزم ضد برخې کې کار کړى دى.
دغه ټاکنه دوه اوونۍ وروسته له هغې کېږي چې د پوځ لپاره نوى لوى درستيز وټاکل شو.
د پوځ اعلاميه وايي، د اى، ايس، اى پخوانى مشر به د ملي دفاعي پوهنتون مشر شي.
د پاکستان پر پوځي استخباراتي ادارې تور لګول کېږي چې په افغانستان او هندوستان کې د سخت دريځو ډلو ملاتړ کوي. خو پاکستان دغه تورونه ردوي.