چارواکي: ننګرهار کې د داعش د فعالیت مهمې سیمې تصفیه شوي

افغان امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهارکې يې د داعش د فعالیت مهمې سیمې تصفیه کړي او د دې ډلې پرضد به پوځي عملیات دوام ولري.

د دفاع د وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ازادي رادیو ته وویل، د پچیراګام ولسوالۍ هغه برخې اوس د افغان ځواکونو په لاس کې دي چې څه موده وړاندې پرې د داعش بیرغ پورته شوی و.

ښاغلی رادمنش وايي، پچیراګام کې ولسي پاڅون کوونکي هم د داعش پرضد له افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي.

د ننګرهار پچیراګام، کوت او یو شمېر نورې سیمې له څه مودې راهیسې د افغان ځواکونو او داعش وسله‎والو ترمنځ د جګړو ساحې دي.