د موصل د عملياتو په اړه امریکايي او عراقي چارواکي سره وغږېدل

د موصل ښار د بېرته نيولو لپاره روان عمليات د عراق له صدراعظم او نورو مقاماتو سره د امريکا د دفاع د وزير اشټون کارټر د خبرو د اجنډا په سر کې شامله موضوع وه.

د امريکا دفاع وزارت وايي، ښاغلي کارټر پرون د عراق له صدراعظم حيدر العبادي سره د موصل ښار د بېرته نيولو په عملياتو کې پر نورو اقداماتو خبرې وکړې.

دواړو مشرانو د عراقي حکومت او د کُردانو د خودمختارې سيمې د محلي حکومت ترمنځ د نېږدې همکارۍ پر اړتيا هم خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د عراق د ټرورېزم ضد خدماتو پوځيانو د موصل په ختيځ کې النور سيمه ونيوله.

د ټرورېزم ضد خدماتو قوماندان ډګر جنرال عبدالغني السعدي پرون ماښام رويټرز ته وويل:

"دغه سيمه يونيم ساعته مخکې ازاده شوه. تاسې ګورئ چې د سيمې اوسېدونکي زموږ د ځواکونو هرکلى کوي."

له داعش وسله والو د عراق د درېيم لوى ښار موصل د بېرته نيولو لپاره روانه جګړه هم د عبادي د حکومت او هم د امريکا په مشرۍ ائتلاف لپاره يوې حساسې شېبې ته رسېدلې ده.

دغه ائتلاف په سوريه کې هم پوځي مبارزه پرمخ بيايي.

د عراق پوځ وايي، د موصل يو پر څلورمه برخه يې نيولې ده.