افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ترکیې په استانبول ښار کې خونړۍ چاودنې د بشریت ضد عمل یاد کړی او د دغه هېواد له خلکو سره یې خواخوږي ښودلې ده.
ارګ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې تروریزم یو ګډ سیمه ییز او نړیوال ګواښ دی.
ښاغلي غني یوځلې بیا د تروریستي ډلو تر منځ پرته له کوم توپیره پر ګډې او جدي مبارزې ټینګار کړی.
په ترکیه کې د تېرې شپې د دوخونړیو چاودنو له امله د وژل شويو شمېر ٣٨ ته رسېدلی او د ترکيې حکومت وايي په پېښه کې ١٦٦ نور کسان ټپيان شوي دي.