رادمنش: «شفق۲» عملیاتو کې ۳۶ مخالفین وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې د هېواد په جنوب او جنوب ختیځو ولایتونو کې د شفق دوه پوځي عملیاتو کې ۳۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند محمد رادمنش نن ازادي راډيو ته وویل چې د شفق دوه عملیات د افغانستان په دولسو ولایتونو کې پیل شوي او افغان ځواکونه پکي مهمې لاسته راوړنې لري.

پکتیا، پکتیکا، لوګر او غزني هغه ولایتونه دي چې په یو شمېر برخو کې یې نن افغان ځواکونو عملیات پیل کړل.

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې یاد عملیات به ترهغې دوام وکړي چې سیمې له وسله والو مخالفینو پاکې شي.