د اسلامي دولت ډلې یا داعش جنګیالي په سوریه کې پالمېرا تاریخي ښار ته ننوتلي دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار لندن مېشته ډله وايي چې دا لومړی ځل دی چې سږ کال د دولتي پوځیانو له لوري د پالمېرا تر نیولو وروسته داعش یو ځل بیا دا ښار نیسي.
دوی وروسته له هغه پالمېرا ته پرون ننوتل چې دغه ښار ته نېږدې په شمالي برخو کې یې ځینې لوړې سیمې ونیولې.
د سوریې پوځیانو ویلي و چې پالمېرا ښار ته تازه دمه سرتېري استوي.