لغمان کې ۱۲ زره راستنو شویو کډوالو ته ښارګوټی پرانیستل شو

په لغمان ولایت کې دولس زرو راستنو شویو کډوالو ته یو ښارګوټی پرانیستل شو.

د لغمان مرکز مهترلام ښار ته نېږدې دا ښارګوټی پرون د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزیر او نورو دولتي چارواکو په حضور کې پرون پرانیستل شو.

د لغمان والي عبدالجبار نعیمي وویل چې د بابا صاحب په نوم په دغه ښارګوټي کې به مستحقې کورنۍ ځای پر ځای کېږي او پروسه به‌یې په شفافیت مخته ولاړه شي.

نوموړي زیاته کړه:

"ډېر د خوښۍ ځای دی چې د دولس زرو مستحقو کډوالو ښارګوټی پرانیزو، په دې ښارګوټي کې به زموږ مستحق کډوال ځای پر ځای کېږي، پروسه به‌یې ډېره شفافه وي، مکتبونه، کلېنیکونه او نور ټول لازم سهولتونه به هم دلته جوړېږي."

ښاغلي نعیمي همداراز ډاډ ورکړ چې د دغه ښارګوټي د امنیت د ساتلو لپاره به جدي تدابیر ونیسي.

لغمان ولایت ته له تېر یوه کال راهیسې شاوخوا څلور نیم زره کورنۍ له ګاونډيو هېوادونو په تېره پاکستان څخه بېرته راستنې شوې دي.