د جوزجان پخوانی والي احمد اېشچي خوشې شو

د جوزجان پخوانی والي او د اسلامي جنبش ګوند پخوانی مرستیال احمد اېشچي له پنځلس ورځني بند وروسته پرون خوشې شو.

د احمد اېشچي زوی باتور اېشچي ازادي راډیو ته تائید کړه چې د ملي امنیت منسوبینو پرون ښاغلی اېشچي دوی ته وسپاره.

ښاغلی اېشچي زیاتوي:

"امنیت ریاست مو پلار راوسپاره، هغوی راخوشې کړ، روغتیايي وضعیت‌یې هم نسبتاً ښه دی، پنځه ورځې د جنرال دوستم په کور کې و، له پنځو ورځو وروسته چې دلته موږ مظاهرې هم وکړې او فشارونه زیات شول هغه‌یې امنیت ریاست ته سپارلی و."

د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر ردوي چې احمد اېشچي د ښاغلي دوستم کسانو نیولی و.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د نومبر په اوویشتمه د اېشچي تر نیول کېدو دوه ورځې وروسته رپوټ ورکړ چې د افغان ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم د بُزکشي یا «وز لوبې» په میدان کې احمد اېشچي وواهه او بیا یې په زرهي موټر کې ولېږداوه.