کابل کې د روسیې سفیر طالبانو سره د دغه هېواد اړیکې تائید کړې

په کابل کې د روسيې سفير "الکساندر مانتيڅکي" تائیدوي چې دوی له وسله والو طالبانو سره اړیکه نیولې ده.

ښاغلي مانتيڅکي نن د مشرانو جرګې د نړیوالو اړېکو په کمېسیون کې وویل چې له طالبانو سره د دوی اړیکه په افغانستان کې د روسانو د خوندیتوب په هدف ترسره شوې ده:

"موږ له وسله والو طالبانو سره اړیکې نیولې دي، خو موږ له هغوی سره د نقدي پیسو او وسلو مرسته نه ده کړې، خو زموږ اړیکې له طالبانو سره په افغانستان کې د روسانو خوندیتوب او ملي روغې جوړې ته د طالبانو د هڅولو په هدف نیول کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي د ترکیې له انادولو خبري اژانس سره په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې روسیه له طالبانو سره په تماس کې ده.

ضمیر کابلوف ویلي طالبان د هغو کسانو پر ضد جنګېږي چې دوی په سوریه کې ورسره په جګړه کې دي او همدا لامل دی چې د دوی ګټې سره نږدې کوي.