خان ولي عادل د ناوړه دودونو پر ضد مبارزه کوي

ناوړه دودونه چې اوس هم د افغانستان په ګڼو سیمو کې پالل کېږي، د ډېرو لپاره یې د ژوند خوږې شېبې تریخې کړې دي.

دغه ناوړه دودونه خپله خلکو رامنځ ته کړي، پالي یې او د همدوی ژوند یې ور خراب کړی.

دا داسې معنی لري لکه یو څوک چې ځان ته زندان جوړ کړي، خپله ور دننه شي او ټول عمر هملته په تکلیف ژوند وکړي.

د بېلګې په ډول پلرونه په دې خاطر ولور اخلي چې په لور پسې یې څوک خبرې ونه کړي، خو دا ورته مهمه نه ده چې یو ځوان بهر ته د ولور په پیسو پسې لاړ شي او د ځوانۍ ډېر وخت هلته خاورې ایرې کړي.

که یو څوک هرڅومره غریب هم وي، په دې خاطر چې خلک یې تر نورو کم ونه بولي، مجبور دی چې په مړي پسې څو ځله خیرات وکړي.

قتل یو څوک وکړي، خو په بدو کې یې بل څوک ورکول کېږي، همداسې ډېر نور ناوړه دودونه هم شته چې د خلکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی.

له دغو ټولو ستونزو سره ـ سره چې ناوړه دودونو خلکو ته پیدا کړي، بیا هم خلک غږ نه پورته کوي او د دې دودونو ته تسلیم شوي ښکاري.

په ټول افغانستان کې ممکن ډېر کم خلک پیدا شي چې د ناوړه دودونو پر ضد عملي مبارزه کوي، د دغو کسانو له ډلې یو هم خان ولي عادل دی.

د پکتیا د مرکز ګردېز په میلن کلي کې زېږیدلی دغه زلمی اوس په دې مصروف دی چې له افغانستان نه د ناوړه دودونو لمنه ور ټوله کړي.

تاندې څانګې پر فېسبوک وڅارئfacebook.com/TandySang:

دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې پر دې انټرنټي ادرس هم موندلی شئ: pa.azadiradio.com

او د همایون هېواد پر دې برېښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئhewadm@rferl.org:

یادونه: "تاندې څانګې" د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې همایون هېواد جوړوي، دا خپرونه هره شنبې د دوه بجو او د سې شنبې په سهار د ۱۰ بجو په خپرونه کې خپريږي.

د تاندې څانګې دغه بشپړ خپرونه د (غږ) تڼۍ په کېکاږلو سره اورېدلی شئ.

Your browser doesn’t support HTML5

تاندې څانګې