د افغانستان د سولې عالي شورا له امریکا څخه د وسله والو طالباتو د تازه غوښتنو په عکس العمل کې وایي چې سولې ته د رسېدو لپاره له وړاندې د شرایطونو اېښودل له دې بهیر سره مرسته نه کوي.
د دغې شورا مرستیال عطا الرحمان سلیم نن ازادي راډيو ته وویل که چیري وسله وال طالبان سولې ته لېوالتیا لري باید له شرطونو تېر شي او مذاکره وکړي:
"سولې ته د رسېدو لپاره له وړاندې د شرایطو اېښودل مرسته نه کوي، که چېري طالبان سوله غواړي دوی باید مخکي له مخکي د شرطونو له اېښدولو تیر شي او د مذاکرې لاره غوره کړي."
دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې وسله والو طالبانو په دې وروستیو کې له امریکا غوښتي چې له دوی سره مشروط او مخامخ مذاکرات وکړي.
په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر په رسمیت پيژندل، د ملګرو ملتونو له تور لیسته د طالب چارواکو د نومونو ایستل د دغې ډلې له مهمو شرایطو دي.