د هالنډ پوليس وايي يو تن ٣٠ کلن سړى يې د تروريستي فعاليت د په تور په روتردام ښار کې نيولى دى.
پوليسو د تلاشۍ په وخت کې د دغه سړي له کوره يو ميل کلاشينکوف، د اورلوبې څلور کارټنه غيرقانوني چاودېدونکي مواد، د داعش سخت دريځې ډلې بيرغ، ګڼ موبايل ټليفونونه او څه باندې ١٦سوه ډالره موندلي دي.
د هالنډ څارنوالانو په يوه اعلاميه کې وويل، پر دغه سړي د کوم تروريستي کار د پلانولو شک کېږي.
دغه سړى چې د چهارشنبې په ورځ نيول شوى، پرون د څېړنې لپاره د يوه قاضي په وړاندې حاضر کړاى شو؛ خو د دوو نورو اوونيو لپاره په توقيف کې د دغه کس د ساتلو امر شوى دى.
د دغه مشکوک کس د هويت په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.