د امريکا د دفاع وزیر افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره ولیدل

د امريکا د دفاع وزیر اش کارټر د نه اعلان کړي سفر پر مهال په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره ولیدل.

کارټر نن کابل ته ورسېد او ټاکل شوې چې له افغان ولسمشرمحمد اشرف غني سره وروسته وويني.

ښايي د دفاع د وزیر په توګه دا افغانستان ته د کارټر اخري سفر وي ځکه راتلونکې میاشت د امریکا نوې اداره واک تر لاسه کوي.

د کارټر د مطبوعاتي دفتر رئيس خبریالانو ته وويل چې د دفاع وزيرغواړي د افغان امنيتي ځواکونو د زیاتو شویو وړتیاوو او د هوايي ځواک په ګډون د افغان ځواکونو د جنګي ظرفيتونو زياتولو د دوام په اړه خبرې وکړي.

امریکا په افغانستان کې شاوخوا ۱۰ زره سرتېري لري چې افغان امنيتي ځواکونه وروزي او ملاتړ يې وکړي.

له ۲۰۰۱میلادي کال راهيسې د امریکا ۲۲۰۰ زیات ځواکونه په افغانستان کې وژل شوي دي.