ګوړې اچار: سړی څنګه مشاوریت مقام ته رسیدلای شي؟

د ګوړې اچار په دې خپرونه کې لومړی څو ګډوډ خبرونه در اوروو لکه دا خبر:

شاعر بلبل خاورې ایرې خپل پنځه غزلونه تېره شپه په هغې مشاعره کې واورول چې په خوب ېې لیده!

یا دغه خبر :

د دوه سري حکومت د دوهم رئیس د اتم معاون،درېیم مرستیال څو تنو جنرالانو ته د چاغښت مېډالونه ورکړل.

او یا هم دغه خبر چې:

ډېر ژر به کابل ښار د کوه قاف مقام خپل کړي.

بیا مو د مشاور کېدو له کېسې خبروو چې څنګه او د کومو اوصافو په اساس سړی د مشاوریت مقام ته رسیدلای شي؟

په پای کې د ولسوالۍ یو برګ شعر در اوروو.

ټول مطلبونه له خندا ډک دي، نو له اورېدو ېې خوند واخلئ.

Your browser doesn’t support HTML5

د ګوړې اچار

جوړوونکې: ننګیارنااشنا