د افغانستان د عالمانو سرتاسري شورا وايي چې یو شمېر ګاونډي هېوادونه په دغه هېواد کې په لاسوهنې سره په دې هڅه کې دي چې روانې جګړې ته مشروعیت ورکړي.
د دې شورا مشرتابه پلاوي پرون په یوه غونډه کې ټينګار وکړ چې مخالفین باید د دغو ګاونډیو هېوادونو دوکه ونه خوري او نور دې له افغان وژنې لاس واخلي.
د عالمانو د سرتاسري شورا پیغام د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (ص) د میلاد په لمانځغونډه کې قاضي سلیمان حامد ولوست:
"زموږ ګاونډيان له بېلابېلو خواوو په ښکاره ډول بې شرمانه مداخله کوي او غواړي چې په يو شکل وسلهوالو مخالفینو ته مشروعیت ورکړي. نو په موږ ټولو لازمه ده چې په دې حساسو شرایطو کې د موجوده اختلافات د ورورلۍ په فضا کې حل کړو."
د افغانستان د عالمانو سرتاسري شورا وسلهوال مخالفین وهڅول چې د حزباسلامي په څېر دې بین الافغاني خبرو ته کښیني او سوله دې وکړي.