فعالان او قرباني کورنۍ: جنګي مجرمین دې نړیواله محکمه محاکمه کړي
Your browser doesn’t support HTML5
په کابل کې د مدني بنسټونو او د تېرو جګړو د قربانیانو د کورنیو ځینې غړي وايي، جنګي مجرمین باید د یوې باصلاحیته نړیوالې محکمې له لوري محاکمه شي.
دغو مدني فعالانو او د قربانیو د کورنیو یو شمېر غړیو د پنجشنبې په ورځ د کابل په پلیګون کې د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت مراسمو کې د عدالت د پلي کېدو غوښتنه وکړه.
راپور: محمد ابراهیم صافی