په کابل کې د مدني بنسټونو او د تېرو جګړو د قربانیانو د کورنیو ځینې غړي وايي، جنګي مجرمین باید د یوې باصلاحیته نړیوالې محکمې له لوري محاکمه شي.
دغو مدني فعالانو او د قربانیانو د کورنیو یو شمېر غړو د پنجشنبې په ورځ د کابل په پولیګون کې د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت مراسمو کې د عدالت د پلي کېدو غوښتنه وکړه.
دوی وايي، هغه کسان چې د تېرو څلورو لسیزو جګړو کې یې جنګي جرمونه کړي لا هم ازاد ګرځي او تر اوسهیې هېڅچا پوښتنه نهده کړې.
د افغان اجتماعي عدالت په نوم د بنسټ یو مسؤل احمد ظهیر د یو باصلاحیته او بېپرې محکمې د جوړېدو غوښتنه کوي چې په خبرهیې ټول جنګي مجرمین له توپیر پرته محاکمه کړي.
نوموړی وايي:
"موږ د ټولو هغو جنګي مجرمینو محاکمه چې په تېرو څلورو لسیزو کې یې جنګي جرمونه کړي د یوې با صلاحیته، بېپري او نړیوالې محکمې غوښتونکې یو."
د ښاغلي ظهیر په خبره باید افغانستان کې د بېګناه خلکو وژنه یو مخ بنده شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ۱۳۵۷ لمریز کال وروسته د کمونېستي حکومتونو لهخوا د تري تم شویو کسانو په اړه معلومات نهوو، خو کله چې درې کاله وړاندې د هالنډ هاګ محکمې د پنځه زرو وژل شویو افغانانو لېست خپور کړ، د خلکو غبرګونیې راوپاراوه او هغوی غوښتنه وکړه چې باید عدالت تأمین شي.
په همدې حال کې ځيني هغه کسان چې د کورنیو غړي یې له لاسه ورکړي وايي، حکومت دې هغه مجرمین چې د دوی د کورنۍ غړی يې وژلي د قانون منګولو ته وسپاري.
نفیسه او محمد حسین کارګر وايي:
"موږ ټول د قربانیانو کورنۍ د دې غوښتونکې یو هغه کسانو چې په تېرو څلور دورو کې کوم جنایتونه تر سره کړي باید محاکمه شي او موږ د دوی د محکمې غوښتونکي یو."
"موږ له دولته په لومړي سر کې اجتماعي عدالت غواړو امنیت غواړو څو به افغان ځوانان او سپینږیري په عام ډول ووژل کېږي."
وموغوښتل د یادې موضوع په اړه د افغانستان د جمهوري ریاست او اجرائیه ریاست د مطبوعاتي دفتر نظر هم واخلو، خو هغوی په دې اړه له څه ویلو نهډډه وکړه.
Your browser doesn’t support HTML5
خو وړاندې افغان حکومت ویلي هڅه کوي چې په افغانستان کې عدالت لکه څنګه چې لازمه ده او خلکیې غواړي ټینګ شي.
راپور:ابراهیم صافی