د اذربایجان حکومت د بهرنیو اسعارو پر ایستلو بندیز ولګاوه 

د اذربایجان حکومت نن له‎دې هېواده د بهرنیو اسعارو پر ایستلو بندیز وضع کړ.

د اذربایجان اوسیدونکي او بهرنیان چېپه‎دې هېواد کې بانکي حساب نه‎لري، له اذربایجانه بهر په ورځ کې د یوازې ۱۰۰۰ ډالرو د ایستولو اجازه لري.

تر دې اعلان مخکې، خلکوکولای شو چې د ورځې ۳۰ زره ډالر له‎دې هېواده وباسي .

د اذربایجان مرکزي بانک تر دې حرکت درې میاشتې مخکې ، په یوه کال کې د څلورم وار لپاره بانکي ګټه لوړه کړه.

د تیلو په نړیوال مارکېټ کې د نرخ د ټیټېدو له امله د اذربایجان نوټ د ډالر په وړاندې ډېرټیټشوی دی.