ملګري ملتونه وايي، په ختیځ اوکراین کې د ملکي خلکو پر حقونو تېری کېږي ځکه په جګړه کې ښکېل لوري د سولې د هغې موافقې په عملي کولو کې ناکام شوي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال په پیل کې لاسلیک شوې وه.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ په خپل رپوټ کې چې نن خپور شو، وویل چې د حکومتي ځواکونو او د روسیې د پلویانو بېلتون غوښتونکو تر منځ د جګړې کرښې ته نېږدې خلک تر نورو زیات ځپل شوي دي.
د ملګرو ملتونو په دې رپوټ کې ویل شوي چې د خلکو کورونو ته نېږدې د جګړې د دوام له امله ملکي خلکو ته زیان رسېدلي، خلک ازاد تګ-راتګ نهشي کولای او د ماینونو او ناچاودېدلو موادو له امله هم له خطر سره مخامخ دي.