نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه نیمې بجې کابل ښار یوې زلزلې ولړزاوه.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې عالي اداره وايي چې د نننۍ زلزلې مرکز د لوګر ولایت و او اندازهیې د ریښتر په کچه ۴.۶ درجې اټکل شوې ده.
د دغې ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس ازادي راډیو ته وویل، که څه هم لا تر اوسه د دغه زلزلې له کبله د مرګ ژوبلې او تاوانونو اندازه نهده معلومه شوې خو په اړهیې څېړنې روانې دي.