جرمي: فساد سره د حکومت د مبارزې پایلې باید خلکو ته معلومې وي

په کابل کې د بریتانیا سفیر ډومنېک جرمي وايي، افغان حکومت باید له فساد سره داسې مبارزه وکړي چې پایلې یې خلکو ته معلومې وي.

ښاغلي جرمي چې نن په کابل کې د یوې نظرپوښتنې د پایلو د اعلان په اړه جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل، د ملي یووالي حکومت باید په هره سطحه کې چې وي له مفسدو کسانو سره مبارزه وکړي.

نوموړي وویل:

"د ملي یووالي حکومت ته زموږ مشوره دا ده چې د فساد پر ضد مبارزه کې دا وښيي چې عدالت د یوه چا مقام او موقف ته له پام پرته پلې کېدای شي."

د بریتانیا سفیر همداراز تأکید وکړ چې هېواد یې هیله لري څو په افغانستان کې د دوی مصرف کېدونکې پیسې د عادي افغانانو په ژوند کې تغییر راولي.