خوست کې د رضاکارانو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

په خوست کې د رضاکارانو نړیواله ورځ ولمانځل شوه.

د خوست سیمه‌ییزو چارواکو په یاد ولایت کې د رضاکارانو د نړیوالې ورځې د لمانځ‌غونډې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې له خلکو وغوښتل چې د ښار د پاکوالي، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او د ځینو ناسمو دودونو د له‎منځه وړلو په برخه کې خپلې هڅې تېزې کړي.

د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ یادې غونډې ته وویل، که خلک له حکومت سره همکاري وکړي نو په یادو برخو کې حکومت ته ګټور تمامېدای شي.