افغان حکومت د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو کنفرانس مثبت وباله

افغانستان حکومت د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو کنفرانس مثبت وباله، ویې‌ویل چې کنفرانس د افغان ملي اردو وړتیاوې ستایلي دي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون د دغه تړون د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته په وینا کې د افغانستان امنیتي وضعیت کړکېچن وباله خو افغان ځواکونه‌یې په دې وستایل چې زړور او حرفوي جنګېږي.

د ناټو غړو هېوادونو د حرفوي کېدو لور ته د افغان ملي اردو پرمختګ وستایه خو ویې‌ویل چې پولیس لا هم ستونزې لري.

د ولسمشر غنی مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال وویل چې د پولیسو د ستونزو او تلفاتو د کمولو لپاره هم اصلاحات روان دي.

ده همداراز وویل چې پر هغو نیمګړتیاوو چې د افغانستان حکومت تشخیص کړي یا د افغانستان نړیوالو شریکانو موندلي، کار روان دی او په ځانګړي ډول په کورنیو چارو وزارت کې اصلاحات ډېر ضروري ګڼي.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه پرون په بروکسل کې پای ته ورسېده.

په دې غونډه کې د هغو هېوادونو استازو هم برخه واخېسته چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې پوځیان لري او د ناټو غړي نه‎‎دي.