د ناټو سرمنشي پر مسکو د بندیزونو د دوام غوښتنه وکړه

د ناټو سرمنشي پر مسکو تر هغو پورې د فشار او د بندیزونو د دوام غوښتنه وکړه چې دا هېواد د اوکراین په ختیځ کې د شخړې د پای ته رسېدو په هدف د ۲۰۱۵ میلادي کال د فبرورۍ موافقه ومني.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون چهارشنبه په بروکسل کې د ناټو او اوکراین له بهرنیو چارو وزیرانو سره له خبرو وروسته وویل:

"نړیواله ټولنه باید په داسې حال کې چې د اوکراین په ختیځ کې امنیتي وضعیت ډېر جدي دی، پر روسیې فشار ته دوام ورکړي څو خپلې ژمنې عملي کړي."

ده همداراز وویل:

"باور لرم چې بندیزونه د خورا زغرده پیغام د لېږلو لپاره مهمه خبره ده چې موږ داسې یرغلګر چلند، د کریمیا غیر قانوني ضمیمه کول او د اوکراین په ختیځ کې بې‌ثباتي چې روسیه‌یې مسؤله ده، نه‌شو منلی."

د ناټو سرمنشي دا هم وویل چې د اوکراین په ختیځ کې له اوربند نه په سرغړونو کې زښت زیاتوالی راغلی دی.