سټولټنبرګ پر روسيې د بنديزونو د دوام غوښتنه وکړه

د ناټو سرمنشي پر روسيې د ډيپلوماتيک فشار او بنديزونو د دوام غوښتنه وکړه.

ينس سټولتنبرګ وويل، دغه فشار او بنديزونه بايد تر هغو روان وي چې مسکو هغې موافقې ته درناوى نه‌وي کړى چې د ٢٠١۵ میلادي کال په فبرورۍ کې لاسليک شوې او هدف‌يې په اوکراين کې د شخړې درول دي.

د ناټو سرمنشي نن په بروکسل کې د اوکراين او ناټو د بهرنيو چارو له وزيرانو سره تر کتنې وروسته وويل:

"په اول کې بېړني او بشپړ اوربند ته اړتيا ده، هم‌مهاله نړيواله ټولنه بايد پر روسيې فشار ته ادامه ورکړي چې خپلو مکلفيتونو ته درناوى وکړي، په ځانګړې توګه اوس چې د اوکراين په ختيځ کې وضعيت ډېر جدي دى، دا مهمه ده چې پر روسيې اقتصادي بنديزونه ادامه پيدا کړي."

په همدې حال کې د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير وويل، تمه لري، د اروپايي ټولنې چارواکي چې بله اوونۍ په بروکسل کې دېره کېږي، پر روسيې خپل بنديزونه تمديد کړي.