ناټو د بروکسل نننۍ ناسته کې د افغانستان له حکومته درې غوښتنې وکړې

په بروکسل کې د ناټو په مرکز کې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني او په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي په ګډون غونډه ترسره شوه.

د دې غونډې له پای ته رسېدو وروسته د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ خبري غونډې ته وویل:

"نن مو د افغانستان امنیتي وضعیت وڅېړه پر دوه اړخیزو ژمنو مو ټینګار وکړ، په افغانستان کې وضعیت کړکېچن دی او سخته به وي، د افغانستان امنیتي ځواکونو تلفات ورکړي، خو دوی د افغانستان د خلکو دفاع په کلک هوډ او مېړانې کوي او د هېواد په بېلابېلو برخو کې له دښمن سره مقابله کوي."

د دې ژمنو تر څنګ ناټو د افغانستان له حکومته درې غوښتنې وکړې، له اداري فساد سره مبارزه، د بشري حقونو په برخه کې د هڅو زیاتول او د سولې په خبرو کې هلې ځلې.

سټولټنبرګ وویل، د سولې په خبرو کې پرمختګ هم د ناټو لپاره او هم د افغانستان د حکومت لپاره مهم دی.

د ناټو عمومي منشي د افغان ځواکونو د ستاینې په ترڅ کې دا هم وویل چې په تېر یوه کال کې اته ځله یاغیانو د افغانستان د ښارونو د نیولو لپاره سختې حملې وکړې خو ونه‌توانېدل چې یو ښار هم ونیسي.

سټولټنبرګ افغان امنیتي ځواکونه وستایل.

سټولټنبرګ افغان پوځیان وستایل بل لور ته‌یې په پولیسو کې د اصلاحاتو پر راوړلو ټینګار وکړ.

د ناټو عمومي منشي د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر برهان‌الدین رباني په وینا وویل چې هغه مننه وکړه چې ناټو په دې غونډه کې یو ځل بیا له افغان ځواکونو سره د دوه زره شلم کال تر پایه د څه د پاسه پنځلس میلیارده ډالرو ژمنه تائید کړه.

سټولټنبرګ بیا وویل چې ښاغلي رباني ده ته د هغو اصلاحاتو په برخه کې چې په افغانستان کې رامنځته شوي دي معلومات ورکړل.

صلاح الدین رباني

د ناټو عمومي منشي په دې برخه کې خوښي څرګنده کړه او ویې‌ویل چې دا د خوښۍ ځای دی چې افغان حکومت د اصلاحاتو د راوستو هڅې کوي، د ښې حکومتوالۍ لپاره هڅې کوي، له اداري فساد سره د مبارزې کوښښ کوي، د بشري حقونو ملاتړ کوي او د سولې خبرې مخته وړي.

سټولټنبرګ وویل، دا ټولې هغه هڅې دي چې هم د افغانستان د ثبات لپاره مهمې دي او هم زموږ د امنیت لپاره.