سټولټنبرګ: لاهم د افغانستان امنیتي وضعیت ستونزو سره مخ دی

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ نن د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوهمې ورځې په پرانیستونکې وینا کې وویل چې لاهم د افغانستان امنیتي وضعیت له ننګونو سره مخ دی.

خو ښاغلي سټولټنبرک وویل چې افغان ځواکونه په مېړانه او حرفوي ډول د دغو ستونزو په وړاندې درېدلي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"په افغانستان کې امنیتي وضعیت لاهم له ننګونو سره مخ دی، خو افغان ځواکونو په زړوتیا او حرفوي ډول ځواب ورکوي، ناټو او نړیوال متحدین‌یې له افغانستان سره سیاسي، عملي او مالي مرستو ته دوام ورکوي."

په بروکسل کې د ازادي راډیو خبریال وايي، په نننۍ غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني، په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن او په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي اسماعیل اراماز ګډون کړی او دوی به د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې وکړي.