د افغانستان په اړه د بلجیم مرکز بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه په سیمهییز وخت ماسپښین ناوخته پیلېږي.
خو د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د بروکسل په وخت د سهار شاوخوا ۱۱ بجې خبرې وکړې او د افغانستان د امنیتي ځواکونو د مېړانې ستاینهیې وکړه.
ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړه:
"په افغانستان کې امنیتي وضعیت کړکېچن دی. خو افغان ځواکونه په مېړانې او حرفهاي ډول ځواب ورکوي. ناټو او نړیوال شریکان بهیې له دوی سره خپلې سیاسي، عملي او مالي مرستو ته دوام ورکړي. د دې په وړاندې د افغانستان حکومت د ښې حکومتوالۍ او د اصلاحاتو د زیاتېدو ژمنه کړې ده. نن موږ دغه متقابلې ژمنې ارزوو."
د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې نن د هغو هېوادونو استازو هم برخه اخیستې ده چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې پوځیان لري او د ناټو غړي نهدي.
د ناټو په مرکز کې په نننۍ غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاحالدین رباني، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن او په افغانستان کې د ناټو جګپوړي ملکي استازی اسماعیل اراماز د افغانستان په اړه بحث کوي.
تمه ده چې غونډې ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاحالدین رباني وینا وکړي.
د ناټو عمومي منشي انتظار دی چې په افغانستان کې به د اصلاحاتو برخه کې یو راپور په نننۍ غونډه کې ترلاسه کړي.
د ناټو عمومي منشي وویل چې دا اصلاحات د افغانستان د اوږدمهاله ثبات او سوکالۍ لپاره ضروري دي.
سټولټنبرګ زیاته کړه چې په نننۍ غونډه کې به ناټو او شریکانیې له افغانستان سره د ناټو ژمنې نوې کړي.
د ناټو عمومي منشي په پولنډ کې د ناټو د مشرانو د غونډې ژمنو ته اشاره کوله.
د ناټو مشرانو د جولای په اتمه او نهمه په وارسا کې ژمنه کړې وه چې د غوڅ ملاتړ مأموریت به تر ۲۰۱۶ کال وروسته ادامه پیدا کړي.
له افغان ځواکونو سره به د ۲۰۲۰ میلادي کال تر پایه مرستې وکړي او د افغانستان له حکومت سره به اوږدمهاله مشارکت ولري.
د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې افغانستان د یاغیانو له بریدونو سره د ژمي په درشل کې هم مخامخ دی، خو د ناټو عمومي منشي وویل، که شخړې دوام وکړي، ناټو به افغانستان یوازې پرې نهږدي.