سوري پوځ حلب کې نور پرمختګ کړی 

په بريتانيا کې دېره د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې نن وويل چې د پوځ د تېرې شپې د پرمختګ له کبله د ياغيانو جنګيالي د زاړه ښار له وروستيو برخو هم ايستل شوي دي.

د دې ادارې په حواله، پوځ اوس د حلب د ختيځ پر پنځه اويا فيصده برخه کنټرول لري چې په تېرو څلورو کلونو کې د ياغيانو تر ولکې لاندې وې.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف پرون اعلان وکړ، د سوريې د حکومت هغه مخالف جنګيالي به له‌منځه وړل کېږي چې له حلب څخه نه‌وځي.

د حلب ښار نيول به د سوريې د ولسمشر بشارالاسد لپاره په روانه کورنۍ جګړه کې لويه پوځي بريا وي.

دغه جګړه په ٢٠١١ میلادي کال کې پيل شوې ده.