سوریه کې د روسیې یو عالي رتبه افسر وژل شوی

د روسيې دفاع وزارت ويلي د روسيې د پوځ يو عالي رتبه افسر د سوريې په حلب کې وژل شوى دى.

د روسيې دفاع وزارت نن وويل چې دغه روسى ډګروال چې په حلب کې يې د دولت تر ولکې لاندې سيمو کې د پوځي سلاکار په توګه دنده ترسره کوله، د ياغيانو په يوه راکټي حمله کې تر ټپي کېدو وروسته ساه ورکړې ده.

د روسيې د دفاع وزارت په اعلاميه کې ويل شوي چي ډګروال روسلان ګاليڅکي په روغتون کې د ټپونو له کبله ساه ورکړې ده.

د روسيې د پوځ روغتيايي کارکوونکو له څو ورځو راهيسې هڅه کوله چې دى له مرګه وژغوري.

د پوځ په وينا، ګاليڅکي د حلب د لوېديځ د استوګنې په يوه سيمه کې د اپوزېسيون په راکټي حمله کې ټپي شوى دى.

له اپوزېسيون هدف د ياغيانو هغه جنګيالي دي چې د سوريې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت پر ضد جنګېږي.

دا په روانه اوونۍ کې درېيم روسى دى چې په سوريه کې وژل کېږي.

د روسيې دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ ويلي وو، دوه ښځينه روغتيايي پرسونل‌يې د ياغيانو په راکټي حمله کې په حلب کې وژل شوي دي.