ولسمشر غني: افغانستان له هېڅ چانه صدقه نه غواړي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، افغانستان له هېڅ‌چا نه صدقه نه‌غواړي خو له ټولو هېوادونو سره د نیکو اړیکو غوښتونکی دی.

ولسمشر غني نن کار موندنې ته د ځوانانو هڅونې د یوه کمپاین د پیل مراسمو کې د پاکستان پنځه سوه میلیونه ډالرو مرستې ته په اشارې داسې وویل:

"افغانستان له هېڅ‌چا نه صدقه نه‌غواړي، افغانستان با عزته دولت په دولت روابط غواړي، نو یو کال دې موږ پرېږدئ پنځه سوه میلیونه ډالره که موږ خپله پیدا نه‌کړه لاس مې راپرې کړی."

ولسمشر غني تر دې وړاندې په هند کې د اسیا زړه شپږم کنفرانس کې هم د پاکستان د ۵۰۰ میلیونو ډالرو د مرستې ژمنه چې د بروکسل په غونډه کې يې کړې وه رد کړې او له پاکستان څخه‌یې وغوښتل چې دغه پیسې دې په خپل هېواد کې د ترورېستانو د ځپلو لپاره ولګوي.