په بدخشان کې د وسلهوالو طالبانو یوه شل کسیزه ډله د سولې له بهیر سره یوځای شوه.
د دغه ولایت والي احمد فیصل بېګزاد تېره ورځ ناوخته خبریالانو ته ویلي چې دغې ډلې په یمګان ولسوالۍ کې د دولت پر ضد فعالیتونه کول.
ښاغلي بېګزاد وایي چې په بدخشان کې ۸۰ سلنه د دولت ضد وسلهوال مخالفین هغه کسان دي چې له دولت څخه ناراضه دي او پاتې ۲۰ سلنهیې د سیمې استخباراتو په اشارې جنګېږي.
په همدې حال کې د وسلهوالو طالبانو د دغې شل کسیزې ډلې مشر قاري محراب ویلي چې ۱۱ کالهیې په پاکستان کې زدهکړې کړي دي.
خو د بدخشان یو شمېراوسېدونکي وايي چې د ژمي په موسم کې ډېرې وسلهوال طالبان د سولې له بهیر سره یوځای کېږي خو د هوا په ګرمېدو سره بېرته د وسلهوالو طالبانو لیکو ته ځي.