ولسي جرګه: حکومت دې نوي کاندید وزیران رامعرفي کړي

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوي له حکومته وغوښتل چې د سلب اعتماد شویو وزیرانو پر ځای ژر تر ژره نوي کاندیدان دې جرګې ته معرفي کړي.

د دغې جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي نن د جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې ولسي جرګه له حکومت سره په تقابل کې نه‎ده بلکې همکاره‌یې ده.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې نېږدې یوه میاشت وړاندې ولسي جرګې اووه تنه هغه وزیران سلب صلاحیت کړل چې له ۷۰ فیصدو څخه‌یې کمه پراختیایي بودجه لګولې وه.

افغان ولسمشر د وزیرانو د استیضاح موضوع د تفسیر لپاره سترې محکمې ته لېږلې، خو تر اوسه سترې محکمې پرې کومه پرېکړه نه‎ده کړې.