د ایران د سخت دریځو ملېشو خبري سرچینې "بسیج پرېس" د یوه لوړ رتبه چارواکي په حواله ویلي چې ۵۰ ایراني زدهکوونکي چې داوطلبانه سوریې ته د جنګ لپاره تللي وو، وژل شوي دي.
د ایران "د زدهکوونکو بسیج سازمان " مشر داود ګودزري ویلي چې دا زدهکوونکي په تېره یوه میاشت کې وژل شوي دي.
ګودزري دې کسانو ته د زیارتونو ساتونکي خطاب کړی او ویلي يې دي په ایران کې زیات شمېر داوطلبان شته چې د سوريې جنګ ته د تګ لپاره تیار دي.
ایران په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم ملاتړ کوي.
د ایران حکومت ادعا کوي چې پوځي سلاکاران او داوطلبان د سوریې د ځواکونو د ملاتړ او هلته د مذهبي اماکنو د ساتنې لپاره وراستوي خو دا ردوي چې پوځیانیې جګړې ته وراستولي دي.