ناټو او اروپايي اتحادیې د همکارۍ د نوي عصر پیل اعلان کړ

ناټو تړون او اروپايي اتحادیې پرون سې شنبه د همکارۍ د نوي عصر پیل اعلان کړ.

دوی د امریکا د نوي ولسمشر ډونالد ټرمپ بهرنۍ کړن‎لارې او د ناټو په اړه د هغه نظر ته په پام، د ګډې همکارۍ پر اجنډا موافقه کړې ده.

د ناټو بهرنیو چارو وزیرانو د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې د خبرو پر مهال د انټرنټي حملو او معلوماتي جګړې د مخنیوي، د سمندري عملیاتو او د ګاونډیو هېوادونو د امنیت ټینګولو لپاره پر یوه پلان هم سلا کړې ده.

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشرې فډریکا موګرېني وویل چې ناټو او اروپايي اتحادیې د همکارۍ یو نوی دور پیل کړ.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ د روان کال په پیل کې وویل، که د ناټو غړي هېوادونه خپل مالي لګښت ورنه‎کړي، امریکا به د حملې په صورت کې د هغوی دفاع ونه‎کړي.