د بشارالاسد ځواکونو پرون سې شنبه د حلب ښار په ختیځ کې د نورو ۵ سیمو د نیولو خبر ورکړ.
په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې ډلې چې مرکز يې په لندن کې دی، ویلي چې حکومتي ځواکونو د حلب په ختیځ کې د مخالفینو ۷۰ سلنه سیمې نیولې دي.
دې ډلې ویلي چې د اسد ځواکونو د حلب په ختیځ کې د شعر په نوم سیمه نیولې چې د رژیم د مخالفو وسلهوالو د فعالیت لوی مرکز و او مخالف وسلهوال د اسد ځواکونو پر ضد غلچکۍ حملې کوي.
د روسیې دفاع وزارت هم ویلي، د بشارالاسد ځواکونو په ختیځ حلب کې پنځه نورې سیمې نیولي او د دې ښار په ختیځ کې په وروستیو پوځي عملیاتو کې ۳۵ فیصده سیمې د رژیم له مخالفو وسلهوالو نیول شوې دي.