سویډن کې ۵ افغان پناه غوښتونکي د جنسي تېري په تور نیول شوي

سویډني چارواکو ۵ افغان پناه غوښتونکي پر یوه هلک د جنسي تېري په تور نیولي دي.

پولیس وايي، پنځو افغانانو یو بل افغان هلک د چړې په تهدید یوې داسې سېمې ته بیولی چې ځنګل دی او بیا یې جنسي تېری ورباندې کړی دی.

دا پېښه د اکټوبر میاشتې په لومړیو کې د سویډن د پلازمېنې ستاکهلم په شمال کې د اپسلا په نوم سېمه کې شوې ده.

سویډني څارنوال جان سټورمبک پرون سې شنبه اسوشیټېډپرېس ته وویل چې پنځه تېري کوونکي د ۱۶ او ۱۷ کلونو تر منځ او د پېښې قرباني تر ۱۵ کلونو کم عمر لري.

د څارنوال په وینا، دا هلکان تېر کال له خپلو کورنیو پرته سويډن ته رسېدلي او هلته‌یې د پناه غوښتنه کړې وه.