د ارزګان امنیتي چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۱۰ وسلهوالو طالبان وژل شوي او ۸ ټپیان دي.
د ارزګان امنیه قومندان ولي جان سرحدي نن ازادي راډيو ته وویل، دغه عملیات د مرکز ترینکوټ اړوند د تالاني په سیمه کې شوي دي.
ښاغلي سرحدي زیاتوي چې افغان ځواکونو په سیمه کې پرمختګ کړی او ځیني سیمې یې له وسلهوالو طالبانو نیولي دي.
تراوسه وسلهوالو طالبانو په دې اړه څه نهدي ویلي.
په یو بل خبر کې د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وایي چې د مهترلام ښار اړوندو سیموکې د الماس۳۰ په نوم تصفیوي عملیات پيل شوي دي.
خو ده د دې عملیاتو د لاس ته راوړنو په اړه جزئیات وړاندې نهکړل.