روسيې دفاع وزارت وايي حلب کې یې یو روغتیايي کارکوونکی وژل شوی

د روسیې دفاع وزارت ادعا کړې چې پرون حلب کې د سوريې رژیم د مخالفو وسله‎والو حمله کې د دوی یو روغتیايي کارکونکی وژل شوی او دوه تنه زخمیان شوي دي.

د روسیې پوځ پر غربي هېوادونو تور پورې کوي چې د سوريې د رژیم د مخالفینو ملاتړ کوي.

د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګورکوناشینکوف پرون دوشنبه وویل چې د سوريې د رژیم مخالفینو په عمدي ډول پر یوه روغتون راکټي حملې کړې ده.

ملګرو ملتونو سوریه کې د جګړې پر ټولو خواوو غږ کړی چې پر صحي مرکزونو له حملو لاس واخلي.