روسیه امریکا سره د سوریې حلب په اړه غږیږي

د روسيې حکومت وايي، د سوریې له حلب ښاره په بشپړ ډول د دولت د مخالفو وسله‎والو د ایستلو په اړه له امریکا سره خبرې کوي.

د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف ویلي چې نن سې شنبه او سبا به په‎دې اړه ژنیو کې خبرې پیل شي.

واشنګټن چې د بشارالاسد د رژیم د مخالفینو ملاتړی ګڼل کېږي په‎دې اړه نظر نه‎دی څرګند کړی.

د بشارالاسد رژیم ځواکونه چې د روسېې هوايي ملاتړ ور سره دی، په حلب کې پرمختګ کړی دی.

د رژیم مخالفو ډلو له حلبه د وتلو امکان رد کړی او د ښار په ۳۰ فیصده برخې د واکمنۍ ادعا کوي.