د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي پرون دوشنبه په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۹ تازه پوځي عملیات پیل شوي دي.
د دې وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش پرون ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان ملي پوځ تهاجمي حالت کې دی او د پوځي عملیاتو شمېر ښايي لازیات شي.
د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، د تازه پیل شویو عملیاتو هدف د وسلهوالو طالبانو د ادارې او رهبرۍ، د استخباراتي معلوماتو راغونډول او پروپاګنډي مرکزونه او د هغوی د زندانونو لهمنځه وړل دي.
ملي اردو د لېندۍ په لومړۍ نېټه ټول افغانستان کې د "شفق۲" په نوم پوځي عملیات پيل کړل.
د ښاغلي رادمنش په وینا، ولایتونو کې د امنیتي وضعیت د څرنګوالي پر اساس، د دې عملیاتو د زیاتولو او کمولو پرېکړه کېږي.
ښاغلي محمد رادمنش زیاته کړه:
"موږ د دې عملیاتو په مرسته توانېدلي یو چې د ننګرهار پچیراګام، د بدخشان تګاب او د دایکنډي ګېزاب ولسوالۍ تصفیه کړو. موږ د لښکرګار ښار د امنیتي کمربندو پورې پنځه کېلو متره سیمه پاکه کړه. موږ په تېرو څو ساعتونو کې د هلمند نادعلي ولسوالۍ کې چې دښمن پراخ حضور درلود، د ماین جوړولو سترې فابریکې ویجاړې کړې او ۱۵۰ زیات ماینونه چې هغوی جوړ کړي وو، تخریب کړي دي. جلالاباد کې چې دښمن د حملو پلان درلود ۴۰۰۰ کېلو ګرام چاودېدونکي مواد ونیول شول. ټول افغانستان کې موږ زیاتې لویې لارې پرانیستې دي."
د ښاغلي رادمنش په وینا، ملي اردو به د خپلو پوځي عملیاتو په ترڅ کې هڅه کوي چې هغه ولسوالۍ له وسلهوالو طالبانو بېرته ونیسي چې لویو لارو ته نېږدې پرتې دي څو د ملي اردو اکمالات اسان شي.
محمد رادمنش وايي:
"موږ اوس د دښمن پر ضد له تهاجمه کار اخلو. دښمن زموږ په وړاندې د مقاومت توان نهلري. هغه ولسوالۍ چې زموږ لپاره ستراتیژیک اهمیت لري، هغه چې پر لارو پرتې دي او هغو سرکونو ته چې اوله درجه اهمیت لري نېږدې دي، زموږ لپاره لومړیتوب لري خو د امنیتي پلان پر اساس زه د دې ولسوالیو نوم نهشم اخیستلی."
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند زیاته کړه چې افغانستان کې د ورځې د ۲۰ او ۵۰ تر منځ وسلهوال وژل کېږي چې زیات پهکې بهرنیان دي.
محمد رادمنش همداراز څرګنده کړه چې د ملي اردو تلفات د ورځې د دوه او ۱۲ تر منځ دي خو د هغه په وینا، دا شمېر د کمېدو په حال کې دی.
محمد رادمنش وویل، د ملي اردو د تلفاتو د کمېدو یو دلیل د پوځي قطعو د اکمالاتو ښه کېدل او د لویو لارو د امنیت ټینګېدل دي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند څرګنده کړه چې د ملي اردو زیات عسکر د ماین په چاودنه کې وژل کېږي او زخمیانېږی او وسلهوال طالبان د جبهوي جګړې توان نهلري خو پر لویو لارو ماینونه ځای پر ځاي کوي.