د امريکا کلفورنيا ايالت چارواکي وايي، د نڅا په يوه مېلمستيا کې د اورلګېدو په پېښه کې د وژل شوېو شمېر ٣٣ ته ورسېد.
دغه اور د جمعې ناوخته د يوې ودانۍ په پسخانه کې ولګېد. اټکل کېږي چې هغه وخت شاوخوا ١١ کسان په ودانۍ کې وو.
د ښاري پوليسو چارواکي وايي، اټکل کېږي چې د مړو شمېر تر دې لا زيات شي.
دغه ودانۍ چې د هنرمندانو د يوې ډلې مربوط ده، د "ارواګانو د کښتۍ" نوم ورکړل شوى او وړې-وړې خونې په کې جوړې شوې وې.
ويل کېږي په دې ودانۍ کې په غير قانوني ډول په لسګونو ځوانان هم اوسېدل.