روسي چارواکي وايي، د سایبیریا شمال کې یوې ترافیکي پېښه کې لږترلږه ۱۲ کسان وژل شوي دي.
سیمه ییزو چارواکو ویلي، دا کسان چې د ماشومانو د اکروباټیک ټیم نهه غړي هم په کې شامل دي د یوه بس او لارۍ ترمنځ د ټکر نتیجه کې ووژل شول.
تر اوسه دا نه ده روښانه چې د هوا حالات د دې ترافیکې پېښې سبب و او که بل څه.
د راپورونو له مخې د سایبیریا ختیځ کې دا مهال د هوا اندازه منفي ۱۷ سانټي ګراد ده.
د روسيې ولسمشر ولادمیر پوتین د دغې ترافیکې پېښې له امله خواشیني ښودلې او د قربانیانو له کورنیو سره يې خپله غمرازي شریکه کړې ده.