په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې د اجنډا یوه مهمه موضوع افغانستان ده.
د دې غونډې تر پیل مخکې د ناټو یوه چارواکي د یکشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، تمه ده چې د ناټو بهرنیو چارو وزیران به د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د افغانستان، اوکراین، د دې تړون تر پولو ورهاخوا د ثبات ټینګېدل او همداراز د ناټو او اروپایي ټولنې پر مشارکت بحث وکړي.
تمه ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاحالدین رباني هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.
د ناټو د یوه چارواکي په وینا، اټکل کېږي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن او همداراز د ناټو جګپوړی ملکي استازی اسماعیل اراماز هم د بروکسل په غونډه کې برخه واخلي.
د ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې استازو ته هم بلنه ورکړل شوې ده چې دې غونډې ته استازي راواستوي.
په افغانستان کې د ناټو د ملکي چارو دفتر یوې چارواکې ماریون اوبري تېره شپه ازادي راډيو ته وویل چې په دې غونډه کې به د وارسا غونډې ژمنې تجدید شي.
نوموړې زیاته کړه:
"دا ناسته د ناټو د شریکانو او متحدانو د ملي وحدت له حکومت سره یوځای په پولنډ کې له افغانستان سره د شویو ژمنو تجدید ته لار هواروي."
د ناټو مشرانو روان کال د جولای په اتمه او نهمه ژمنه وکړه چې د افغان ځواکونو ملاتړ ته به د ۲۰۲۰ کال تر پایه دوام ورکړي.
په دې غونډه کې د ناټو د ۲۸ غړو هېوادونو تر څنګ د هغو هېوادونو استازي برخه اخلي چې د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې ځواکونه لري.
د غوڅ ملاتړ مأموریت د ۲۰۱۵ میلادي کال د جنوري په میاشت کې د افغان ځواکونو د روزنې، هغوی ته د سلا مشورې ورکولو او له هغوی سره د مرستې په هدف پیل شو.
د اوس لپاره نېږدې ۱۳ زره نړیوال ځواکونه د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې فعالیت کوي.
دا غونډه په داسې وخت کې جوړېږي چې سږ کال د ژمي په درشل کې هم په افغانستان کې یاغیان فعاله دي.
د داعش هلو ځلو هم د ننګرهار په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې اندېښنې زیاتې کړې دي.
خو د دې سربېره د ناټو مشرانو د وارسا په غونډه کې د افغانستان چارواکو او خلکو ته ښکاره پیغام ورکړی وو چې د افغانستان د حکومت او خلکو تر څنګ ولاړ دي او پرې به نهږدي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو امن کور شي.
راپور: احمد شیبر، بروکسل