وفادار: شفق دوه په نوم عملیاتو کې سلګونه وسله وال وژل شوي

د افغانستان په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قل اردو قومندان وايي، د دولت د وسله والو مخالفانو پر ضد د شفق دوه په نوم روانو پوځي عملیاتو کې سلګونه وسله وال وژل شوي دي.

تورن جنرال داود شاه وفادار وویل چې د يوې اوونۍ په بهير کې د پوځي عملياتو پر مهال ۵۵۷ وسله وال وژل شوي ۴۰۳ ټپیان شوياو ۱۱ تنه ژوندي نیول شوي دي.

ده له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې افغان پوځ اوس د دفاعي حالت پرځاى تهاجمي بڼه غوره کړې ده.

د ۲۰۵ اتل قل اردو مشر دا څرګندونې په داسې وخت کې کوي چې هلمند او ارزګان ولایتونه له تېرو څو میاشتو راهیسې د سختو جګړو شاهدان دي او تاوتریخوالي زرګونه کورنۍ له دې ولایتونو څخه کډه کېدو ته مجبوره کړي دي.