د ايران د بهرنيو چارو وزير راتلونکې مياشت افغانستان ته راځي

د ايران د بهرنيو چارو وزير وايي، راتلونکې مياشت د خپل هېواد د يوه هيئت په مشرۍ افغانستان ته سفر کوي.

محمد جواد ظريف دغه خبره پرون په هند کې د اسيا زړه هېوادونو کنفرانس په څنډه کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې وکړه.

ښاغلي ظريف ويلي، د دې سفر پر مهال به له افغان لوري سره د ايران او افغانستان د ژمنو د عملي کولو پر لارو چارو خبرې وکړي.

د جمهوري رياست مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي ازادي راډيو ته وويل، د ولسمشر غني او جواد ظريف ترمنځ په پرونۍ کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي همکاريو خبرې وشوې:

"د ايران له اسلامي جمهوريت سره پر اقتصادي همکاريو، له دې ډلې د هغو تاسيساتو په اړه چې په پام کې ده په چابهار بندر کې ايجاد شي، خبرې وشوې. د ايران د بهرنيو چارو وزير هم ژمنه وکړه، چې د نورو خبرو لپاره يوه مياشت وروسته افغانستان ته راځي."

ولسمشر محمد اشرف غني ويلي چې د اقتصاد او سوداګرۍ د پراختيا لپاره په کار ده په چابهار بندر کې د تاسيساتو جوړول ګړندي او عملي شي.

د جمهوري رياست په اعلاميه کې د ايران د بهرنيو چارو وزير په حواله راغلي چې ويلي يې دي:

افغانستان د ټرورېزم په وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دى او تهران په دې لار کې له کابل سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دى.