د هسپانیا د لالیګا لیګ سیالیو په لړ کې د ریال مادرید او بارسلونا د فوټبال ټيمونو لوبه یو د یو پر وړاندې مساوي پای ته ورسېده.
د فوټبال د نړیوال فدراسیون یا فیفا د معلوماتو له مخې د بارسلونا لپاره سواريز په ۵۳ دقیقه کې او د ریال مادرید لوبډلې لپاره سرګیو راموس ګول ترسره کړ.
په دغه ترتیب سره ریال مادرید تر دې دمه د بارسلونا له ټيم څخه ۶ امتیازونه مخکېوالی لري.