د زابل والي او ښاروال له یوې وسله‌والې حملې روغ وتلي

د زابل والي او د دغه ولایت ښاروال د یوې وسله‎والې حملې روغ وتلي دي.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال ازادي راډیو ته وویل چې پر والي بسم‎الله افغانمل او ښاروال کریم‌الله حکیمي دغه حمله د زابل-کندهار پر لویه لار په شهر صفا ولسوالۍ کې شوې ده.

د سیال په وینا د زابل والي بسم‎الله افغانمل او د دغه ولایت ښاروال مرکز قلات ته پر لاره وو چې په شهر صفا ولسوالۍ کې يې پر موټریز کاروان وسله‎واله حمله وشوه.

د سیال په وینا په دغې حمله کې چاته ځاني زیان نه‌دی رسېدلی او یوازې د والي موټر زیانمن شوی دی.

وسله‎والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.