د سوريې ادلب کې هوايي حملو لږ تر لږه ١٤ کسان وژلي

د سوريې په شمال لوېديځ ولايت ادلب کې نن د يو لړ هوايي حملو له کبله لږ تر لږه ١٤ کسان وژل شوي دي.

د سوريې د بشري حقونو څار اداره وايي، دغه هوايي حملې پر مَعرة النُعمان ښارګوټي شوې دي.

د دې ادارې په خبره، داسې ښکاري چې دغه بمبارۍ د روسيې جنګي الوتکو کړې وي.

ادلب ولايت تر ډېره د ياغيانو د هغه ائتلاف په لاس کې دى چې د جبهة فتح‌الشام په نامه سخت دريځه ډله هم په‌کې شامله ده.

دغه ډله پخوا په النُصره جبهې مشهوره وه چې په سوريه کې په القاعده پورې تړلې ډله ګڼل کېدله.

دغه هوايي حملې په داسې حال کې کېږي چې د شمالي ښار حلب پر هغو سيمو د دولت پوځي عمليات روان دي، چې د ياغيانو په ولکه کې دي.

د سوريې د پوځ وياند وويل، پوځ د حلب د ختيځ په محاصره شويو سيمو کې د ياغيانو جنګياليو ته ويلي چې له سيمې ووځي.

سمير سليمان ويلي، هغه کسان چې هلته د پاتې کېدو پرېکړه‌يې کړې، له "حتمي مرګ" سره به مخامخ شي.

د سوريې د پوځ وياند ويلي، دولتي ځواکونو او متحدو ملېشو يې د حلب په ختيځ کې څه باندې ٥٠ فيصده سيمې بېرته نيولې دي.